" عَنْ حَفْصِ بْنِ عَاصِمٍ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «كَفَى بِالْمَرْءِ كَذِبًا أَنْ يُحَدِّثَ بِكُلِّ مَا سَمِعَ. " بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ نٓ وَ الۡقَلَمِ وَ مَا یَسۡطُرُوۡنَ ۙ
      FM RADIOS-Listen Live

د پښتو ژبې اغېز په نورو ژبو کښې

څرنگه چې د پښتنو ټاټوبی د وريښمو لويې لارې سيمه ده، همدغه راز د فرهنگونو د ليږد راليږد لار هم ده، ددې خاورې اهميت او مقام د علامه اقبال د شعر له مخې، چې ټاکلی شو چې وايي

: نئ ارنکه اهم

نه ئي اړېکی وم    نئ درومنه اهم

   نه ئ دوره جن وم نئ زړوه که ره اهم

   نه ئ رورکړونی وم خو څومره چې دغه

خاوره په اسيا کې د زړه غوندې مهم رول لري دغه رنگ ددې هېواد د وگړو ژبه پښتو هم د سيمې په ادب کې ځانگړی ځای لري. د پوهاند صيب (پښتو څيړنې -223- په حواله په فارسۍ کې تقريباٌ څلور سوه نه زيات پښتو لغاتونه ځاۍ لري- لکه اوربند، [[اټکل]]، اوچت، پټ، پلمه، تول، ټوټه، تکړه، ټال، چټک، دود، سيالي، گډوډ، لنډه، لمبه، واک او داسې نور۔ تر مخزېږد وړاندې هر کله چې په هندي اريايانو کې طبقاتي توپير راغی چې ځينی د پرهمنانو چې په پښتو کې بريمنانو په بڼه راځي، اوس يي هم استعمال دود دی، ځينی د وليسه (تجارت کارو او خواري کښو) او ځينې لښکري خلکو دو اداري مشرانو په ډلو کې وويشل شول، چې دغه وروستۍ طبقه يي (کښ توري) وبلل. د کابل شاه په يو بيت کې( 160 ق م ) د کښه توري ذکر راغلی دی. د دوی په طبقاتي ژوندانه کې د پښتو کليمې ننوتل د پښتو ادب د ځانگړي مقام بيلگه گڼلی شو۔ د مور خان قبيلې څخه چې کله د مينځني ايشيا اريايانو قدرت ترلاسه کړ نو هغوۍ چې سو ډير (ناشولته) وبلل - چې دغه ويي (لغت) اوس هم په همدی مفهوم پښتو کې دود دی- دغه راز د پخواني بخدي نوم (اوسنی بلخ) چې د اريايانو لومړې ښار وو، د بکهت او پښت له کليمې سره د نزديوالي نښه ده - دغه راز په عربي کې د پښتو ادب څرکونه موندلی شو- د بيلگی په توگه د ابي الاسد الحماني چې د مهدي خليفه همهالې وو يو شعر راوړلې شو چې وايي (نحن الشهاريج و اولاد الدهاقين) د شهاريج کليمه د پښتو له ښاريځ ( دکليوال بهړ مانيز) او دهاقين د فارسۍ دهقان دی- په عجايب الهند او مروج الذهب کې يو عربي شوې کليمه هنرمن هم راغلې - دغه راز د ډم (نايي) کليمه هم له پښتو څخه هندي ننوتې ده- د پښتو د کوتوال کليمه ان له غزنوي پير نه وړاندې درې ادب ته ننوتې - د خسر بلخي دا شعر اوگورۍ۔ جز بدين اند رنيابي راستيراستي شد حصن دين راکوټوال

About us| Privacy Policy| Terms & Conditions| Disclaimer| Contact us                                ہمارے با رے میں | پرائیویسی پالیسی| شرائط و ضوابط| دستبرداری| رابطہ|

© 2024-2028 VOA Pakistan       |       Follow us: Facebook | Youtube | Twitter/ X | Instagram |

وزٹرز کی تعداد: لوڈ ہو رہا ہے...